امریکا:داعش پر خلاف د مبارزې لومړنی هدف د تیلو د کوهیان امنیت دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جن ساکي په سوریه کې د داعش د وروستیو پرمختګونو اړوند د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې

150583
امریکا:داعش پر خلاف د مبارزې لومړنی هدف د تیلو د کوهیان امنیت دی

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل چې د داعش پر خلاف د امریکا د مبارزې په لومړیتوب کې د تیلو د کوهیانو امنیت قرار لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جن ساکي په سوریه کې د داعش د وروستیو پرمختګونو اړوند د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. نوموړې وویل چې د سوریې د کوباني د سیمې د پرمخګتونو په اړه د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ترکيې د لومړي وزیر احمد داوود اوغلو سره د ټیلیفون په کرښه خبرې کړي دي .
همداشان ساکي زیاته کړه چې دا ټیلیفوني خبرې په عمومي توګه د داعش د ګواښونو او کوباني د پرمختګونو په اړه وې. نوموړې وویل په پام کې ده چې د داعش پر خلاف د مبارزې مشر جنرال الن او سفیر مک ګورک هم ترکیې ته لاړ شي او د مسلې اړوند لا د جزیاتو سره خبرې وکړي.
ساکي زیاته کړه چې ترکیه د داعش پرخلاف د مبارزه په موخه د جوړ شوي ایتلاف د یو غړي په توګه د لا زیات رول په غاړه اخیستو په خاطر خپله وروستۍ پریکړه کوي. په همدې مسلې خبرې هم روانې دي.
ساکي زیاته کړه چې هیڅوک د کوباني د ښار سقوط نه غواړي خو د امریکا لومړنی هدف د داعش لپاره د یوې باامنه سیمې مخنیوی دی.
ساکي وویل چې پدې برخه کې هم بعضې لومړیتوبونه شتون لري چې تر ټولو مهمه مسله د تیلو د کوهیانو امنیت دی. د امریکا تر ټولو مهم هدف بیا د تیلو د کوهیانو امنیت ساتل دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه