انګلستان د داعش پر خلاف په هوايي عملیاتو کې ګډون وکړ
د انګلستان پارلمان د داعش پر خلاف په نظامي عملیاتو کې د ګډون اړوند مسوده قبوله کړه.
د انګلستان پارلمان د داعش پر خلاف په نظامي عملیاتو کې د ګډون اړوند مسوده قبوله کړه.
د انګلستان پارلمان د امریکا په مشرۍ د داعش پر خلاف د جوړ شوي ایتلاف په چوکاټ کې په نظامي عملیاتو کې د ګډون په خاطر د حکومت لخوا وړاندې مسوده د رایو په اکثریت سره قبوله کړه.
د انګلستان ولسي جرګې نن ټوله ورځ داعش پر خلاف په هوايي عملیاتو کې د ګډون په مسودې خبرې وکړې . همداشان د ماښام په ساعتونو کې په مسودې رای اچونه وکړه چې مسوده د ۴۳ مخالفو رایو پر خلاف د ۵۲۴ موافقو رایو سره ومنل شوه . انګلستان ولسي جرګې یواځې په عراق کې د داعش پر خلاف په هوايي عملیاتو کې د ګډون پریکړه وکړه. انګلستان ویلي دا چې د اسد رژیم په رسمیت نه پيژني او د سوریې له لورې کوم رسمي وړاندیز هم شتون نلري د همدې امله یواځې په عراق کې د داعش پر خلاف په هوايي عملیاتو کې ګډون کوي.
د یادولو وړ ده چې د انګلستان حکومت د دا ډول عملیاتو لپاره د پارلمان نه د اجازې اخیستو لپاره اړتیا نلري خو په ۲۰۰۳ کال کې په عراق د نظامي عملیاتو د پیلولو پر مهال پارلمان ته مسوده وړاندې کړې وه. د نوموړې نیټې نه وروسته دا ډول عملیاتو ته د مشروعیت د ورکولو په خاطر د پارلمان نه د اجازې غوښتنه کوي.
انګلستان په پام لري چې د نن شپې نه په اعتبار سره په عراق کې د داعش په مرکزونو هوايي بریدونه پيل کړي. پدې عملیاتو کې به د انګلستان د شاهي هوايي ځواکونو ۶ جنګې الوتکې ګډون وکړي. انګلستان به ددې عملیاتو په خاطر په سویلي قبرس کې د خپلې نظامي هډې نه کار واخلي.
د بله پلوه د انګلستان لومړي وزیر دیوید کامرون د داعش پر خلاف د مبارزې اړوند وویل چې دا مبارزه میاشتې نه بلکې کیدی شي چې کلونه دوام وکړي.
سره ددې چې د انګلستان پارلمان په سوریه کې د هوايي عملیاتو د ترسره کولو مسله رد کړې ده خو لومړي وزیر کامرون تیره ورځ وویل چې د پارلمان لخوا په سوریه کې د عملیاتو اجازه نه ورکولو زموږ پر وړاندې کوم خنډ نه جوړوي او د اړتیا په صورت کې به په سوریه کې هم په عملیاتو کې ګډون وکړو.