چین مسلمان پروفیسور توختي د ټولو عمر لپاره په حپس محکوم کړ.

اروپايي ټولنې د چین لخوا یو تن ایغور مسلمان پروفیسور د ټول عمر لپاره په حپس محکومول په کلکه توګه وغندل . اروپايي ټولنې د چین دا پریکړه کامله توګه خلاف د حقوقو او عدالت وبلله .

135681
چین  مسلمان پروفیسور توختي د ټولو عمر لپاره په حپس محکوم کړ.

چین یو تن مسلمان پروفیسور د ټولو عمر لپاره په حپس محکوم کړ.
اروپايي ټولنې د چین لخوا یو تن ایغور مسلمان پروفیسور د ټول عمر لپاره په حپس محکومول په کلکه توګه وغندل . اروپايي ټولنې د چین دا پریکړه کامله توګه خلاف د حقوقو او عدالت وبلله .
د چین د سینجان د ایغورانو په خودمختاره سیمه کې محکمې مسلمانان پروفیسور الهام توختي د جدا طلبی په تور د ټولو عمر لپاره په حپس محکوم کړل.
پروفیسور الهام توختي چې د جنوري په میاشت کې نیول شوی دی اته میاشتې ورته د کورنۍ او د مدافع وکیل سره د لیدنې اجازه نه ورکول کیده. د پروفیسور الهام توختي د مدافع وکیل تیره اوونۍ وویل چې په زندان کې د توختي په خپو کې زلوانې پرتې وې.
د یادولو وړ ده چې پروفیسور الهام توختي د چین په پلازمینه بیجینګ کې د د مینزو په پوهنتون کې د اقتصاد په فاکولته کې تدریس ورکولو چې تل يي د اویغورانو پر وړاندې د چین په سیاست نیوکې کولې.
پروفیسور توختي چې په لویدیځه نړۍ کې د یو معتدل کس په توګه پيژندل کیږی د چین د حکومت نه يي د نوموړي د خوشې کیدو غوښتنه وکړه .
محکمې پروفیسور توختي د ناقانونه جرمي سازمان په جوړولو او په زده کوونکو په فشار راوستولو تورن کړی دی .
توختي د محکمې تول تورنه رد کړي دي . د بشري حقونو د څار سازمانونو ویلي دي چې د چین لخوا د پروفیسور توختي محاکمه کول ددې خبري ژوندی مثال دی چې د چین حکومت د یو معتدله کس د نیوکو تحمل هم نلري .


پيوندونه:

اړوند خبرونه