اوباما: د داعش د لمنځه وړلو لپاره نړۍ پر امريكا باور لري.

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما وويل چې د داعش د لمنځه وړلو لپاره نړۍ پر امريكا او امريكا پر خپلو سرتېرو پوره باور لري.

133456

اوباما په سپينه ماڼۍ كې د خپلې وينا پرمهال وويل چې په لومړي سر كې د داعش د كنترولولو او بيا د لمنځه وړلو په موخه يې د خپلو متفقينو سره سلا مشورې كړي دي. اوباما دا هم وويل چې استخباراتي ادارو تر اوسه پورې داسې كوم خبر نه دى تر لاسه كړى چې له مخې يې داعش د امريكا متحدو ايالتونو ته مستقيم ګواښ رامنځته كړي.
د اوباما په وينا داعش د اوس لپاره د عراق، سوريې او د منځني ختيځ د ولسونو لپاره ګواښ دى. كه چېرې تدابير ونه نيول شي نو د امريكا د متحدو ايالتونو لپاره به هم ګواښ رامنځته كړي.
اوباما وويل چې د داعش په وړاندې د عملياتو د پيل لپاره د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته انتظار وباسي چې ټاكل شوې ده چې په راتلونكې اونۍ كې په نيويارك كې پيل شي.
نوموړي زياته كړه چې د داعش سره د مبارزې لپاره د يو زيات شمېر هېوادونو نه به د مرستې غوښتنه وكړي. ``نړۍ د ګواښ پرمهال د امريكا پر متحدو ايالتونو باندې باور لري. امريكا هم په خپلو سرتېرو باور لري.``

پيوندونه:

اړوند خبرونه