جان الن د داعش پر خلاف د مبارزې مشر وټاکل شو

د امریکا ولسمشر بارک اوباما متقاعد جنرال جان الن د داعش پر خلاف د مبارزې د مشر په توګه وټاکه.

124314
جان الن د داعش پر خلاف د مبارزې مشر وټاکل شو

د امریکا ولسمشر بارک اوباما متقاعد جنرال جان الن چې د یوې اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو مشري په غاړه درلوده د داعش پر خلاف د مبارزې د مشر په توګه وټاکه.
د یادولو وړده چې جان الن په افغانستان کې د خپلې دندې پر مهال د خپل رسمي برښنالیک نه د یوې ښځې سره د ناقانونه اړیکو د ټینګولو او برښنالیکونو استولو له امله له دندې ګوښه او تقاعد ته سوق کړی شو. د یادولو ود ده چې پدې پیښه کې د جان الن سره یو ځای د امریکا د استخباراتو مشر پترویس دوسیه هم رابر سیره شوه چې د یوې ښځې سره ناقانونه اړیکې درلودې. پترویس د خپلې دندې نه استعفا ورکړ خو داسې تمه کیده چې اوباما جان الن په اروپا کې د امریکايي ځواکونو د قومندان په توګه وټاکي خو اوباما د الن ترفیح وځنډوله او هغه يی تقاعد ته سوق کړ.
د یادولو وړ ده دا چې جان الن په عراق کې هم یو زیاته موده دنده ترسره کړې او د سیمې په اړه ښه معلومات لري او د سوني ډلو سره ښې اړیکې هم لري د همدې امله دې دندې ته ټاکل شوی دی . د بله پلوه جان الن یو څه موده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړې ده .
پداسې حال کې چې کیري د فلسطین او اسراییلو ترمنځه د سولې د مذاکراتو هلې ځلې کولې جان الن د لویدیځې تراړې لپاره امینتی پلان جوړ کړی وو.
دا چې د اوباما اداره به د داعش پر وړاندې په مبارزه کې جان الن ته څومره صلاحیت ورکړي پدې اړه خبرې دوام لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه