د شانګهای د سازمان سرمشریزه په دوشنبې کې پيل شوه
د شانګهای د همکاریو د سازمان د مشرانو د شورا ۱۴ سرمشریزه د تاجکستان په پلازمینه دوشنبې کې پیل شوه .
د شانګهای د همکاریو د سازمان د مشرانو د شورا ۱۴ سرمشریزه د تاجکستان په پلازمینه دوشنبې کې پیل شوه .
په سرمشریزه کې چې د تاجکستان د نوروز په ماڼۍ کې جوړه شوې ده د افغانستان، روسیې، تاجکستان، چین، ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغیزستان، ایران او هندوستان مشرانو ګډون کړی دی.
د سرمشریزې اصلي مادې د انرژۍ، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، امنیت او د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه دي.
د بله پلوه پدې سرمشریزه کې به د یاد شوي سازمان د ناظرینو هیوادونو ایران ، پاکستان او هندوستان په پوره غړیتوب هم خبرې وشي.
د یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۲ کال کې د یاد شوي سازمان د بیجینګ په غونډه کې ترکیه د ډیالوګ د شریک هیواد په توګه ومنل شو.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.