ولسمشر بارک اوباما د داعش په اړه خپل ستراتیژي نن اعلانوي.

د ناټو په سرمشریزه کې د داعش ترهګریزې ډلې پر وړاندې د یو ایتلاف د جوړولو پریکړه وشوه چې ددې غونډې نه وروسته د ټولو سترګې د اوباما لخوا د داعش پر خلاف ستراتیژۍ ته اوښتي دي .

120413
ولسمشر بارک اوباما د داعش په اړه خپل ستراتیژي نن اعلانوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د داعش په اړه خپل ستراتیژي نن اعلانوي.
د ناټو په سرمشریزه کې د داعش ترهګریزې ډلې پر وړاندې د یو ایتلاف د جوړولو پریکړه وشوه چې ددې غونډې نه وروسته د ټولو سترګې د اوباما لخوا د داعش پر خلاف ستراتیژۍ ته اوښتي دي .
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د داعش پر خلاف د ستراتیژۍ د اعلانولو نه وړاندې په کانګرس کې د جمهوریت پلوو او ډیموکراټانو د مشرانو سره لیدنه وکړه .
امریکا شاوخوا یوه میاشت وړاندې په عراق کې یو ځل بیا په عسکري عملیاتو او هوايي بریدونو پيل وکړ چې پدې اړه د یوې ستراتیژۍ جوړولو ته اړ ویستل شوی دی او د فشارونو لاندې دی.
اوباما په پام کې ده چې د داعش پر وړاندې د ستراتیژۍ جزیات نن اعلان کړي.
اوباما په خپله وینا کې ویلي وو په پام کې لري چې په سوریه کې هم د داعش په مرکزونو عملیات پیل کړي او دا ډله له منځه یوسي . اوباما د همدې عملیات پلان او ستراتیژي د نړۍ سره شریکوي.
د بله پلوه دا چې ولسمشر اوباما دا ستراتیژي د سپتمبر د ۱۱ مې او د پخواني ولسمشر جورج بوش د یرغلګر سیاست د پیل د ۱۳ کلیزې په شپه کوي د همدې امله هم ځانګړې اهمیت لري .
همداشان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د داعش د مسلې په اړه د خبرو کولو په خاطر خلیج هیوادونه ته سفر کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه