د بوكو حرام ۵۰ اورپكي ووژل شول.

د نايجيريا په شمال ختيځ كې د بورنو په ښار كې د عملياتو په ترڅ كې د بوكو حرام د ۵۰ تنو اورپكو د وژل كېدا او د يو افسر په ګډون د درې تنو نايجيريايي سرتېرو د ټپي كېدا خبر وركړل شوى دى.

116850

د نايجيريا د اوردو د خبري سرچينو د خبر له مخې پدې عملياتو كې د يو شمېرو سپكو او درندو وسلو سربېره خوراكي مواد او نور تجهيزات هم موندل شوي دي.
دا پداسې حال كې ده چې د هېواد په ختيځ كې د اداماوا د ايالت اړوند د كولاك ښار د بوكو حرام د اورپكو لخوا نيول شوى دى. د نايجيريا د حكومت وياند په خپره كړې اعلاميه كې وويل چې د كولاك ښار اوسمهال د اورپكو په لاس كې دى. په لسګونو انسانان يې وژلي او يو زيات شمېر نور يې كډوالۍ ته اړ كړي دي.
ويل كيږي چې بوكو حرام تر اوسه پورې د نايجيريا څلور ښارونو تر خپل كنترول لاندې راوړي دي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه