د طرابلس د هوايي ډګر نه د الوتکو لادرکه کیدو امریکا اندیښمنه کړې

په لیبیا کې د طرابلس د هوايي ډګر نه د ۱۱ مسافروړونکو الوتکو د لادرکه کیدو مسلې په لویدیځې نړۍ کې اندیښنې راپارولي دي .

116005
د طرابلس د هوايي ډګر نه د الوتکو لادرکه کیدو امریکا اندیښمنه کړې

په لیبیا کې د طرابلس د هوايي ډګر نه د ۱۱ مسافروړونکو الوتکو د لادرکه کیدو مسلې په لویدیځې نړۍ کې اندیښنې راپارولي دي . د یادولو وړ ده چې په لیبیا کې د طرابلس هوايي دګر یو څه موده کیږي چې د افراطي ډلو په کنټرول کې دی.
امریکايي چارواکي د نوموړو مساپروړونکو الوتکو نه د سپتمبر د ۱۱ مې د پیښې په ۱۳ کلیزه کې د ترهګریزو بریدونو په خاطر د کارولو له امله اندیښمن دي.
په لیبیا کې روان سیاسي کړکیچ او تشې هیواد د ترهګرۍ په مرکز بدل کړی دی .
د ویلو ده چې په لیبیا کې یو شمیر افراطي ډلو چې د القاعدې د ترهګرې ډلې سره تړاو لري د پلازمینې طرابلس او بنغازي د ښار یو زیات شمیر برخې ونیولې .
د القاعدې اړوند ډلو د طرابلس هوايي ډګر هم ونیولو چې د نوموړي هوايي دګر نه د ۱۱ مساپروړونکو الوتکو د لا درکه کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
دې پرمختګ په لویدیځ کې یو ځل بیا د سپتمبر د ۱۱ د پیښې په څیر د ورته بریدونو په اړه اندیښنې راپارولې دي.
د امریکا د خبري رسنیو د خبر له مخې د نوموړي هیواد استخباراتو د لا درکه شوو الوتکو په لټولو پیل کړی دی .
امریکايي چارواکي وايي اندیښنه لري چې د نوموړو الوتکو نه د سپټمبر د ۱۱ پیښې د په ۱۳ کلیزه کې په خپله په شمالي افریقا کې د ترهګریزو بریدونو په خاطر کار واخیستل شي.
د یادولو وړ ده چې دوه کاله وړاندې د سپټمبر په ۱۱ نیټه په بنغازي کې د امریکا سفیر هم ووژل شو .
په لیبیا کې د القاعدې ډله د هرې ورځې په تیریدو سره لا پسې قوي کیږي. دې مسلې یواځې په لویدیځ کې نه بلکې په یو شمیر عربي هیوادونو کې هم اندیښنې پارولې دي.
د بله پلوه د مصر اردو چې د سعودي عربستان او عربي اماراتو او بعضو خلیجي هیوادونو ملاتړ تر شاه لري په لیبیا کې د القاعدې اړوند د ډلو په مرکزونو بریدونو ته تیاری نیسي.
همداشان د ملګروملتونو سازمان په لیبیا کې افراطي ډلې په جدي توګه په بشري حقونو په تیري تورنې کړي دي .
د ملګروملتونو لخوا په خپور شوي راپور کې ویل شوي دي چې په لیبیا کې افراطي ډلو په روغتونونو بریدونه کړي، یو شمیر ملکي وګړي وژلي دي ، انسانان يي تښتولي دي او حتا ښځې او ماشومان يي په بې رحمانه ډول سره وژلي دي .
د بله پلوه په لیبیا کې جنګیالیو د امریکا د سفارت په حوض کې ثبت کړی ویدیويي فلم خپور کړی دی .
امریکا یو میاشت وړاندې د سفارت نه خپل ټول کارکوونکي وویستل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه