په امریکا کې د تور پوستکو مظاهرې دوام لري

امریکا کې د پولیس لخوا د یو تن تورپوستکي ۱۸ کلن ځوان مایکل برون د وژلو نه وروسته پيل شوې مظاهرې دوام لري.

97308
په امریکا کې د تور پوستکو مظاهرې دوام لري

په امریکا کې د پولیس لخوا د یو تن تورپوستکي ۱۸ کلن ځوان مایکل برون د وژلو نه وروسته پيل شوې مظاهرې دوام لري.
د امریکا د فرګوسن په ښار کې په زرګونو تنه د تورپوستکي ځوان د وژلو د غندنې په موخه لارو او سړکونو ته راوتلي دي او مظاهرې کوي.
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ د نوموړو مظاهرو په ترڅ کې یو تن بل هم د پولیسو په ډزو ووژل شو چې دې مسلې د خلکو قهر لا پسې وپارو.
پولیسو تر اوسه پورې ۷۰ تنه مظاهره کوونکي نیولي دي .
پرون د برګوسن د ښار نه یو څو کیلو متره وړاندې یو تن بل تور پوستکي چې په لاس کې چړه وه او پولیسو ته يی راشه مه ووژنۍ نعرې سورې وهلې او د پولیسو په لورې راروان وو د پولیسو لخوا په ډزو ووژل شو.
ویل کیږي دا ۲۳ کلن ځوان پولیسو ته د یو مترۍ پورې نږدی شوی وو چې د پولیسو لخوا وویشتل شو.
د بله پلوه د فرګوسن اوسیدونکو سیمې ته د پولیسو نه د ملاتړ په موخه استولي شوي د ملي حفاظت د ځواکونو نه شکایت کوي.
د سیمې خلک وايي چې دوی د اردو سرتیري په سیمه کې نه غواړي . نوموړي وايی چې د اردو سرتیري دې هر څه ژر د سیمې نه وویستل شي د نه ویستو په صورت کې به يي حالات ددینه هم خراب شي.
همداشان د بښنې نړۍوال سازمان د لومړي ځل لپاره امریکا هیت استولی تر څو د وروستیو پیښو په اړه څیړنې وکړي.
د بښنې نړۍوال سازمان د مظاهره کوونکو سره د پولیسو چلند ډیر سخت ښودلی دی او ویلي دي چې پولیس د مظاهره کوونکو پر خلاف د تر خو ګازو سربیره د ډیر لوړ غږ د ماشینونو او نورو ډولونو سامان الاتو نه هم کار اخلي .
پولیسو بیا ویلي دي چې دوی د غږیزو بمونو د کارونې د اوښکې بهوونکو ګازو د کارولو نه ډډه کړې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه