په اوکراین کې د ۱۵ تنه ملکي وګړو مړي وموندل شول
په اوکراین کې د کډوالو په کتار د برید په ترڅ کې د وژل شوو کسانو نه د ۱۵ تنو مړي وموندل شول.
95584
په اوکراین کې د کډوالو په کتار د برید په ترڅ کې د وژل شوو کسانو نه د ۱۵ تنو مړي وموندل شول.
امریکا متحده ایالتونو دا برید په کلکه توګه وغنده خو دا چې برید د چا لخوا ترسره شوې دی پدې اړه کره معلومات نشته.
په اوکراین کې دا ځل د ملکي وګړو په موټرانو برید وشو.
د امریکا د لوګانسک د سیمې یو زیات شمیر خلک چې د نښتو له امله نورو سیمو ته کډه کوله په لاره کې د موټرانو په کتار برید وشو چې له امله يي په سلګونو تنه مړه او ټپیان شول.
په برید کې د وژل شوو ۱۵ تنو مړي وموندل شول.
په سیمه کې څیړنې دوام لري.
د اوکراین حکومت ادعا کوي چې برید د روس پلوو بیلتون غوښتونکو لخوا شوی دی .
خو روس پلوو بیلتون غوښتنونکو بیا د اوکراین د حکومت دا ادعا په کلکه توګه رد کړې ده