د چین حکومت د اویغورانو په خودمختاره سیمې فشارونه ډیروي.

د چین حکومت د سینجان د اویغورانو په خودمختاره سیمه کې په روانو عملیاتو کې د پاتې راتلو له امله د سیمې په خلکو غږ کړی دی هر څوک چې د ترهګرو په اړه دوی خبر ورکړی هغه ته به نقدي جایزه ورکړي

118845
 د چین حکومت د اویغورانو په خودمختاره سیمې فشارونه ډیروي.

 د چین حکومت د اویغورانو په خودمختاره سیمې فشارونه ډیروي.
د چین حکومت د سینجان د اویغورانو په خودمختاره سیمه کې په روانو عملیاتو کې د پاتې راتلو له امله د سیمې په خلکو غږ کړی دی هر څوک چې د ترهګرو په اړه دوی خبر ورکړی هغه ته به نقدي جایزه ورکړي .
د چین حکومت غواړي چې پدې ډول د اویغورانو په خودمختاره سیمه کې په خلکو ډول ډول فشارونه راوړي.
همداشان تر اوسه پورې ۶ تنو چینایانو ته چې په عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو سره مرسته کړې ده ۱۵ ۱۵ زره ډالره جایزه ورکړې ده . همداشان ۴۷ تنو نورو ته د کس په سر ۱۵۰۰ امریکايي ډالره جایزه ورکړې ده . پدې کسانو کې دولتي مامورین، پولیس او ملکي وګړي شتون لري.
د چین حکومت غواړي چې د دا ډول ګامونو سره په سیمه کې د اویغوارنو پر وړاندې په مبارزه کې د خان په نامه د چینیانو نه ګټه پورته کړي.
چین دوه ورځې وړاندې په قشقار سیمه کې د یو تن لوی امام د وژلو نه وروسته پيل شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه