د بلغاریا حکومت استعفا ورکړه .

د بلغاریا حکومت استعفا ورکړه . د بلغاریا د حکومت استعفا د ولسي جرګې لخوا ومنل شوه .

71080
د بلغاریا حکومت استعفا ورکړه .

د بلغاریا حکومت استعفا ورکړه . د بلغاریا د حکومت استعفا د ولسي جرګې لخوا ومنل شوه .
په ولسي جرګه کې د حکومت د استعفا د منلو اړوند رای اچونه وشوه چې د اتو مخالفو او اتو بې طرفو رایو په مقابل کې د ۱۸۰ موافقو رایو سره ومنل شوه.
ویل کیږي تمه کیږي چې په بلغاریا کې د اکتوبر په ۶ نیټه د وخت نه وړاندې ټاکنې وشی.
تر ټاکنو پورې د نوموړو لپاره د موقتي حکومت د جوړولو چارې هم دوام لري.
د بلغاریا لومړي وزیر سره ددې چې استعفا هم ورکړې خو ویلي دي چې د اګست تر ۵ نیټې به خپلې دندې ته دوام ورکړي.
د بلغاریا دا لومړی وزیر هم د تیر لومړي وزیر په څیر استعفا ته اړ شو. په بلغاریا کې د ۲۰۱۳ کال د مې به ۲۹ نیټه د پخواني حکومت د استعفا نه وروسته اوسنی اوسنی حکومت رامنځته شو. د حکومت د رامنځته کیدو سره سم په هیواد کې روانې مظاهرې یو اندزه کمې شوې خو د وخت په تیریدو سره یو ځل بیا مظاهرې پيل شوې.
په بلغاریا کې روان سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ مظاهرو ته لار اواره کړې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه