چین ۳۲ تنه اویغوران د تروریستي فلمونو د نندارې په تور محاکمه کړل

چین د اویغورانو په خودمختاره سیمه کې ۳۲ تنه د تروریستي فلمونو د نندارې او ډونلوډ په تور په حپس محکوم شول.

125743
چین ۳۲ تنه اویغوران د تروریستي فلمونو د نندارې په تور محاکمه کړل

چین د اویغورانو په خودمختاره سیمه کې ۳۲ تنه د تروریستي فلمونو د نندارې او ډونلوډ په تور په حپس محکوم شول.
همداشان د نوموړو ۳۲ تنو نه درې تنه په چین کې پدې وروستیو کې د رامنځته شوو ترهګریزو پیښو اړوند د ټول عمر لپاره په حپس محکوم شول.
د پاتې ۲۹ نه يي ۴ تنه په ۱۵ کلونو او پاتې نور بیا مختلفو کلونو په حپس محکوم کړی شول.
په چین کې د اپریل د ۲۳ نه راپدیخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د روانو عملیاتو په لړ کې ۴۰۰ تنه نیول شوي دي.
د بله پلوه د بشري حقونو نماینده ګیو ویلي دي چې د چین حکومت پدې وروستیو کلونو کې د اویغورانو په خودمختاره سیمه کې د فشارونو کچه لوړه کړې ده چې دې مسلې ټول ناراحته کړي دي .
په چین کې د اویغورانو سیمه د طبعي زیرمو له پلوه بډایه او منځنی اسیا ته د چین دروازه ده . ویل کیږي ددې سیمې د زیرمو نه د هیواد په نورو برخو کې ګټه پورته کیږي او دا سیمه وروسته پاتې کیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه