ناټو سازمان د ترکیې د خاورې دفاع ته اماده ده .

د ناټو عمومي سکرتر اندریس فوغ راسموسن چې د یو درې ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د امریکا پلازمینې واشنګټن ته تللی دی هلته د اتلانتیک قونسل په نامه د مطالعاتي مرکز لخوا په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړ.

121669

راسموسن په کنفرانس کې د ترکیې په سویل کې د رامنځته شوو تازه پرمختګونو په اړه وویل چې د ناټو سازمان په مستقیمه توګه د مداخلې پلان نلري خو د ناټو د سازمان ټول غړي د نوموړو پرمختګونو او نښتو لمن ترکیې ته د غځیدو د مخنیوي په خاطر د ترکیې نه پوره دفاع ته اماده دي.
راسموسن وویل چې د ناټو لخوا د اوکراین، سوریې او عراق په څیر د بحرانونو په اړه د بیړنۍ پریکړې کولو په پلان د سپټمبر په ۴ مه جوړیدونکي د ناټو په عالي سرمشریزه کې خبرې وشي.
نوموړي زیاته کړه چې د سرمشریزې د مهمو مسلو نه یوه هم د دفاعي بودیجې لوړل دي. د ناټو غړي هیوادونه باید د خپل ناخالصو عایداتو دوه سلنه په دفاعي بودیجې په مصرف ورسوي.
راسموسن زیاته کړه چې دم ګړۍ امریکا ، انګلستان او یویان د خپلو ناخالصو عایداتو څه باندې دوه سلنه دفاعي بودیجې ته ځانګړي کوي چې پدې وروستیو کې استونیا هم ددې په کتار کې یو ځای شوی دی . راسموسن وویل ترکیه، پولنډ، رومانیا، لیتوانیا او لیتونیا به تر ۲۰۲۰ کاله پدې کتار کې یو ځای شي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه