په اروپا كې د روژې هيجان

د روژې د مباركې مياشتې په مناسبت تر ټولو لوى فيستيوال د جرمني په هېواد كې پيل شو.

120515
په اروپا كې د روژې هيجان

په اروپا كې د روژې هيجان
د روژې د مباركې مياشتې په مناسبت تر ټولو لوى فيستيوال د جرمني په هېواد كې پيل شو.
پدې فيستيوال كې چې سږ كال يې دريم پړاو ترسره كيږي د ماښام د روژه ماتي نه تر پېشمني پورې بېلابېل مراسم جوړيږي. دا فيستيوال چې په جرمني كې د مېشتو تركانو او نورو مسلمانانو په زيار جوړ شوى دى د اناتوليا ټول رنګونه پكې نندارې ته وړاندې شوي.
پدې فيستيوال كې په يو وخت شاوخوا ۱۰زره كسانو ته روژه ماتى وركول كيږي. د روژه ماتي په مراسمو كې د تركي پخلنځني په زړه پورې خواړه وړاندې كيږي.
په جرمني كې د فيستيوال ګډونوال وايي چې ددې ټولو امكاناتو سره سره زموږ يواځنۍ هيله د جوماتونو د منارو نه د الله اكبر د غږ اورېدل دي.
دا فيستيوال به د روژې د مياشتې تر پايه پورې دوام وكړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه