په سومالي کې د پارلمان په ودانۍ د برید له امله ۴ تنه ووژل شو

د سومالي په پلازمینه موګادیش کې د پارلمان د ودانۍ تر څیرمه چاودنې لږ تر لږه ۴ تنه وژلي دي .

118597
په سومالي کې د پارلمان په ودانۍ د برید له امله ۴ تنه ووژل شو

د سومالي په پلازمینه موګادیش کې د پارلمان د ودانۍ تر څیرمه چاودنې لږ تر لږه ۴ تنه وژلي دي .
د سومالي د حکومت د سرچینو د خبر له مخې یو تن ځانمرګي برید کوونکي د پارلمان د ودانۍ د دروازې تر څیرمه د موټر په مټ چاودنه وکړه چې لږ تر لږه ۴ تنه مړه او ۳ تنه پولیس ټپیان شول.
د برید مسولیت تر اوسه چا په غاړه ندی اخیستی.
د یادولو وړ ده چې د سومالي په پلازمینه موګادیش کې دوه ورځې وړاندې د ولسي جرګې په یو غړي مرګونی برید وشو . د نوموړي برید مسولیت د الشباب ډلې په غاړه واخیست. همداشان داسې ګمان کیږي چې دا برید هم د الشباب د ډلې لخوا شوی وي.
همداشان د الشباب ډلې د مې په میاشت کې هم د پارلمان په ودانۍ برید کړی وو چې د سرتیرو په ګډون ۱۳ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړی وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه