په جرمني کې د استخباراتو لخوا مسلمانان  تعقیبیږي

په جرمني کې یو شمیر مسلمانان چې د جمعې لمانځه ته جومات ته ځي د استخباراتو لخوا په نښه شوي دي.

118677
په جرمني کې د استخباراتو لخوا مسلمانان  تعقیبیږي

په جرمني کې یو شمیر مسلمانان چې د جمعې لمانځه ته جومات ته ځي د استخباراتو لخوا په نښه شوي دي.
د جرمني په ولسي جرګه کې د ښکته سکسونیا ایالت وکیل او د زرغون ګوند غړي بیلیت اونای ویلي دي د جرمني د کورنیو استخاراتو د ادارې لخوا د هغه مسلمانانو د نښه کولو د مخنیوي په خاطر یي په کار پیل کړی چې جومات ته د تلو پر مهال په نښه کیږي.
نوموړي وویل چې د جرمني د اساسي قانون د دفاع سازمان یا د کورنیو استخباراتو اداره چې ددینه وړاندې هم نوم په د جنایتونو د پیښو سره یاد شوی دی دا ځل په هیواد کې د هغه مسلمانانو په نښه کولو پیل کړی دی چې د جمعې لمانځه لپاره جومات ته ځي.
اونای وویل چې دا په ښکاره توګه د دیني او عقیدتي ازادیو سره په ټکر کې یو عمل دی.
اونای زیاته کړه چې ددې مسلې د مخنیوي په خاطر يي په اصلاحاتو پيل کړی دی چې ددینه وروسته هر سړی په ډیر ازاده توګه او پرته د کومې اندیښې د جمعې لمانځه او جومات ته تللی شي. ددینه وروسته به په هیڅډول دیته اجازه ورنکړي چې څوک د چا لخوا په نښه شي.
د ویلو ده چې په ۲۰۱۳ کال کې په جرمني کې د کورنیو استخباراتو د ادارې لخوا یو زیات شمیر مسلمانان چې د جمعې لمانځه لپاره به جومات ته تلل پرته د کوم لامله څارل کیدل او په نښه کیدل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه