د اروپا د امنیت او همکاریو د تشکیلاتو ناظرین خوشې شول

په اوکراین کې روس پلوو بیلتون غوښتونکو د اروپا د امینت او همکاریو د تشکیلاتو یرغمل کړي ناظرین خوشې کړل.

110884
د اروپا د امنیت او همکاریو د تشکیلاتو ناظرین خوشې شول

په اوکراین کې روس پلوو بیلتون غوښتونکو د اروپا د امینت او همکاریو د تشکیلاتو یرغمل کړي ناظرین خوشې کړل.
د اروپا د امنیت او همکاریو تشکیلاتو د مې په ۲۹ نیټه د اوکراین په ختیځ کې د لوهانسک په ښار کې د روس پلوو بیلتون غوښتونکو لخوا د یرغمل شوو ۴ تنو ناظرینونو د خوشې کیدو نه خبر ورکړ.
د تشکیلاتو لخوا په څرګندونو کې ویل شوي دي چې د خوشې شوو ناظرینو روغتیايي حالت په کامله توګه ښه دی. همداشان یاد شوي ناظرین د جرمني، هالنډ، روسیې او اسپانیا د هیواد وګړي دي.
په څرګندونو کې راغلي دي چې د تشکیلاتو ناظرین اوس هم د دونتسک او لوهانسک په ښارونو کې فعالیت کوي او په ټول اوکراین کې د ۴۰ هیوادونه نه ۳۰۰ تنه ناظرین دنده ترسره کوي.
د یادولو وړ ده چې د اروپا د امنیت او همکاریو د تشکیلاتو ۴ تنه ځانګړې ناظرین د مې په ۲۶ نیټه په دونتسک کې او ۴ تنه نور بیا د مې په ۲۹ نیټه په لوهانسک کې د روس پلوو بیلتون غوښتونکو لخوا یرغمل نیول شوي ول.
روس پلوو بیلتون غوښتونکو ټول ناظرین خوشې کړل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه