د اوکراین یو زیات شمیر کسان روسیې ته اوړي

د اوکراین په ختیځ کې د ولسمشر پوروشینکو لخوا د یوې اوونۍ لپاره د اوربند د اعلانولو نه وروسته یو زیات شمیر خلکو یو ځل بیا د نښتو د پيلیدو له ویرې روسیې واوښتل.

106014
د اوکراین یو زیات شمیر کسان روسیې ته اوړي

د اوکراین یو زیات شمیر کسان روسیې ته اوړي.
د اوکراین په ختیځ کې د ولسمشر پوروشینکو لخوا د یوې اوونۍ لپاره د اوربند د اعلانولو نه وروسته یو زیات شمیر خلکو یو ځل بیا د نښتو د پيلیدو له ویرې روسیې واوښتل.
ویل کیږي تر اوسه پورې ۱۴ زره تنه اوکراینیان روسیې ته اوښتي دي.
ویل کیږي اوکرایني کډوالو ته په روسیه کې په حاضرو وچو کورونو کې ځای په ځای کیږي.
روسیې د لا زیاتو اوکرایني کډوالو لپاره کمپونو په څیر تیار کورونه جوړ کړي دي.
روسیه نوموړو کډوالو ته یو پلو نه کورونه جوړوي او د بله پلوه ورته مرستې استوي.
د بله پلوه اوکراین سره ددې چې اوربند اعلان کړی دی خو سیمې ته عسکري سوقیاتو ته هم دوام ورکوي.
د کیف په لس کیلومترۍ کې یو زیات شمیر ملیشه ځواکونو د لوړې په کولو سره د اردو سره یو ځای شول.
د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د رضاکارو پولیسو سره به په ګډه کار وکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه