د اوکراین ولسمشر پترو پوروشینکو په هیواد کې یو پلوی اروبند اعلان

د اوکراین ولسمشر پوروشینکو د هیواد په ختیځ کې د یوې اوونۍ لپاره اوربند اعلان کړ

101848
د اوکراین ولسمشر پترو پوروشینکو په هیواد کې یو پلوی اروبند اعلان

د اوکراین ولسمشر پترو پوروشینکو په هیواد کې یو پلوی اروبند اعلان کړ.
د اوکراین ولسمشر پوروشینکو د هیواد په ختیځ کې د یوې اوونۍ لپاره اوربند اعلان کړ.
پوروشینکو وویل چې دا اوربند په سیمه کې روس پلوو بیلتون غوښتونکو ته د وسلو په مځکه د ایښودو په خاطر یو ښه فرصت دی. نوموړي زیاته کړه چې د اوربند پر مهال که چیرې مقابل لورې په سرتیرو برید وکړي سمدلاسه به ځواب ورکړل شي.
ویل کیږي اوربند به د جون تر ۲۷ نیټې دوام وکړي.
خو په دونتسک او لوهانسک کې روس پلوي بیلتون غوښتونکي چې اکثره دولتي ودانۍ يي اشغال کړي دي د حکومت په یو پلوي اوربند باور نلري.
د اوکراین خبري اژانسونو د بیلتون غوښتونکو له قوله لیکلي دي تر کومه چې دولتي ځواکونه د سیمې نه په شا نشي وسلې به په مځکه کینږدي.
د بله پلوه د اوکراین په ختیځ کې د نښتو د دوام خبر ورکړ شوی دی .
د اوکراین ولسمشر پوروشینکو د اوربند د اعلانولو نه وړاندې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. پوروشینکو د ولادمیر پوتین نه د سولې د پلان په خاطر د مرستې غوښتنه کړې ده .
د اوکراین ولسمشر د سیمې لپاره د سولې پلان جوړ کړی چې په پام کې لري د سولې د پلان په چوکاټ کې په سیمه کې د لسو کیلومترو په مساحت سره باامنه سیمه اعلان کړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه