د الشباب ډلې د کینیا د امپکتوني په سیمې په بریدونو کې ۶۵ تنه وژ

په کینیا کې د الشباب په نامه د ترهګریزې ډلې بریدونه دوام لري.

97893
د الشباب ډلې د کینیا د امپکتوني په سیمې  په بریدونو کې ۶۵ تنه وژ

په کینیا کې د الشباب په نامه د ترهګریزې ډلې بریدونه دوام لري.
د الشباب ترهګریزې ډلې د کینیا د امپکتوني په کلي د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۰ تنه ووژل . یادې شوې ترهګریزې ډلې تیره شپه یو ځل بیا په همدې کلي بریدونه وکړل. په وروستي برید کې ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د الشباب ترهګریزې ډلې د کینیا د امپکتوني په کلي چې د سومالي په پولو کې په ساحل کې پروت دی په بانک، د پولیسو په مرکز او دوو هوټلونو بریدونه وکړل چې له امله يي لږ تر لږه ۵۰ تنه ووژل .
ویل کیږي الشباب ویلي دي دا چې کینیا د خپل ګاونډي سومالي سره د په عملیاتو کې مرسته کړې د همدې امله يي پرې بریدونه کړي دي .
د الشباب ترهګریزه ډله د سومالي لپاره پدې وروستیو کې په لوی سرخوږي بدله شوې ده . سره ددې چې یاده شوې ډله د ښار د مرکز نه ویستل شوې ده خو بیا هم يي د نوموړي هیواد او سیمې امنیت د ګواښ سره مخامخ کړی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه