په ناامنو سیمو کې د جنسي تیریو د مخنیوي نړۍوال پروتوکول جوړ شو
په نړۍ کې د جګړو په سیمو کې د جنسي تیریو د مخنیوي په موخه نړۍوال پروتوکول جوړ شو.
په نړۍ کې د جګړو په سیمو کې د جنسي تیریو د مخنیوي په موخه نړۍوال پروتوکول جوړ شو.
د انګلستان په پلازمینه لندن کې د جګړو په سیمه کې د جنسي تیریو د مخنیوي په نامه په جوړه شوې نړۍواله سرمشریزه کې د جګړو په سیمو کې د جسني تیرو د پر وړاندې د مبارزې په چوکاټ کې نړۍوال پروتوکول جوړ شو.
پدې سرمشریزه کې د کډوالو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړې استازې او د نړۍ د سینما نامتو هنرمندې انجیلینا ژولي هم ګډون کړی وو. انجیلینا ژولي د نوموړي پروتوکول په اړه وویل لکه څرنګه چې تاسې ټول پوهیږۍ د نړۍ په پرمختللو، باثباته او ډیموکراتیکو هیوادونو کې هم د جنسي تیریو مخنیوی کوم اسانه کار ندی نو په هغه هیوادونو کې چې امنیت ، ثبات او عدالت شتون ونلري هلته يي مخنیوی بیا تر ټولو ګرانه خبره ده .
موږ غواړو چې ددې ستونزو د اواري په خاطر په نړۍواله کچه یو ګام پورته کړو چې پدې چوکاټ کې دادی د پروتوکول جوړ شو. د نوموړي پروتوکول د جوړولو په برخه کې ستاسې د ټولو د همکارۍ نه مننه کوم.
همداشان په سرمشریزه کې بل وینا وال انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیج وویل ، هیله لرم چې دا پروتوکول په نړۍ کې د جنسي تیریو د څیړونو او پدې اړه د کره اسنادو او شواهدو راټولو، د جنسي تیریو د قربانیانو او د هغوې د ساتنې په برخه کې په مبارزه کې نورو ته هم جسارت ورکړي او نړۍ پدې برخه کې راویخه کړي.
همداشان ویل کیږي دا پروتوکول به د جګړو په سیمو کې د جسني تیرو په اړه په څیړنو کې د اسانتیاو په خاطر د هیواد په داخلي قوانینو کې اصلاحاتو ته رهنما شي.
د یادولو وړ ده چې د جګړو په سیمه کې د جنسي تیریو د مخنیوي په سرمشریزه کې د نړۍ د ۱۴۰ هیوادونو نه ۱۲۰۰ تنو ګډون کړی وو .
همداشان د سرمشریزې ګډونوالو ددې خبرې په ټینګار وویل چې د جګړو په سیمو کې د ګواښونو د کچې د لوړولو او هر ډول جرایمو د مخنیوي په خاطر باید په خپلو منځونو کې لا زیاته همکاري وشي.
همداشان د جګړو په سیمو کې د جنسي تیریو د مخنیوي په خاطر باید اردو او منځګړو کسانو ته زده کړه ورکړل شي او د جنسي تیریو قربانیانو سره باید مادي مرستې وشي.
اړوند خبرونه
د ملګروملتونو د امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پر مسودې رای اچونه کوي.
فلسطین یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړه