انګلستان او اورپايی ټولنې د فلسطین په خاوره کې د اسراییلو لخوا د

انګلستان د فلسطین په خاوره کې د اسراییلو لخوا ۱۵۰۰ نوو میشت ځایونو د جوړولو د پلان په اړه سخت غبرګون وښود.

84626
انګلستان او اورپايی ټولنې د فلسطین په خاوره کې د اسراییلو لخوا د

انګلستان د فلسطین په خاوره کې د اسراییلو لخوا ۱۵۰۰ نوو میشت ځایونو د جوړولو د پلان په اړه سخت غبرګون وښود.
د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیج په لویدیځه تراړه او ختیځ بیت المقدس کې د اسراییلو لخوا ۱۵۰۰ نوو میشت ځایونو د جوړولو د پلان نه د یو غیرې قانوني پلان په توګه یادونه وکړه او وویل چې د اسراییلو دا ډول اقدامات او پریکړې په سیمه کې د سولې بهیر د خنډونو سره مخامخوي. ویلیم هیج د اسراییلو د پریکړې په اړه ژور خفګان څرګند کړ.
نوموړي زیاته کړه چې انګلستان د یوې ډیرې اوږدې مودې راهیسې د اسراییلو دا ډول اقدامات غیرقانوني بولي . هیج زیاته کړه چې په سیمه کې د نوو میشت ځایونو جوړول د نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې یو عمل دی او متقابل باور او ډاډ ته زیان رسوي. نوموړي وویل چې دا ډول پریکړې په سیمه کې د دوو دولتونو د حل لارې مسلې ته هم زیان رسوي.
د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د فلسطین او اسراییلو ترمنځه د ستونزو یواځنۍ ځل لاره د دوو دولتونو حل لاره ده او ددې حل لارې د کامیابیدو په خاطر د دواړو خواوو مشران باید هلې ځلې وکړي او د دا ډول غیرې قانوني ګامونو د پورته کولو نه ډډه وشي.
همداشان د اروپايي ټولنې د بهرینو او امنیتي سیاستونو عالي استازې کاترینا اشتون هم ویلي دي چې د اسراییلو لخوا په لویدیځ تراړه او ختیځ بیت المقدس کې د ۱۴۶۶ نوو میشت ځایونو د جوړولو پریکړې د سولې او ثبات په اړه زموږ خیالونه په اوبو لاهو کړل او دا ډول پریکړې د سولې بهیر ته ډیر لوی زیان رسوي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه