د اوکراین او روسیې ولسمشرانو د لومړي ځل لپاره لیدنه وکړه

د اوکراین نوي ولسمشر پترو پوروشینکو د نرماندي په ټاپو کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره لیدنه وکړه .

85255
د اوکراین او روسیې ولسمشرانو د لومړي ځل لپاره لیدنه وکړه

د اوکراین نوي ولسمشر پترو پوروشینکو د نرماندي په ټاپو کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره لیدنه وکړه .
د ویلو ده چې د نرماندي د جګړې سږنۍ کلیزه په اوکراین کې د روانو نښتو او جګړو تر سیورې لاندې ترسره کیږي.
ویل کیږي د اوکراین او روسیې د ولسمشرانو ترمنځه لیدنې په اوکراین کې د اوربند په اړه هیلې راژوندۍ کړي دي.
د یادولو وړ ده چې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو ولسمشران د نرماندي د جګړې د کلیزې له امله د فرانسې د بینوویل په ښار کې سره راټول شوي دي .
د اوکراین ولسمشر هم پدې مراسمو کې ګډون کړی دی. د اوکراین ولسمشر لومړی د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاندا لخوا د نړۍ د مشرانو په ویاړ په جوړه کړې میلمستیا کې د نړۍ د نورو هیوادونو د ولسمشرانو سره د یو میز ترشا کیناست او وروسته يي بیا د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره لیدنه وکړه .
د فرانسې د ولسمشر ویاند ویلي دي چې لیدنې ۱۵ دقیقې دوام پیدا کړې او تر ټولو زیات پکې زیات د اوکراین د روان بحران په اقتصادي پایلو خبرې وشوې.
د بله پلوه ویل کیږي د پوتین او پوروشینکو لیدنې د روسیې لخوا پوروشینکو د اوکراین د ولسمشر په توګه د منلو ادعاګانې هم قوي کړي دي .
د یادولو وړ ده چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي وو د پوروشینکو سره به وویني خو د مشروع ولسمشر په توګه به يي ونه پیژني.

 



پيوندونه:

اړوند خبرونه