د اوکراین په ختیځ کې روس پلوو د دولتي ځواکونو چورلکه غورځولې
76392
د اوکراین په ختیځ کې روس پلوو د دولتي ځواکونو چورلکه غورځولې ده .
د اوکراین ولسمشر پټرو پوروشینکو وویل چې د هیواد په ختیځ کې بیلتون غوښتنونکو روس پلوو د اردو یوه چورلکه غورځولې چې له امله يي د یو جنرال په ګډون ۱۵ تنو عسکرو ژوند د لاسه ورکړی.
د ویلو ده چې د اوکراین په ختیځ کې حالات ترینګلي دي. د دونتسک د ښار نه تیښتې پیل شوي دي . د سیمې خلکو د دولت لخوا احتمالي برید او عملیاتو له ویرې د سیمې نه په وتو پیل کړی دی .