د هند په پارلماني ټاکنو کې بې جي پي مخالف ګوند لوی بری ترلاسه کړ

68694
د هند په پارلماني ټاکنو کې بې جي پي مخالف ګوند لوی بری ترلاسه کړ

په هندوستان کې د ترسره شوو پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې.
د ویلو ده چې د هند پدې ټاکنو کې د هندوانو ملیت پاله بهارتیا جاناتا مخالف ګوند د ۲۷۲ څوکۍ په ګټلو سره لوی بری ترلاسه کړی دی .
د هندوستان د هندوانو د ملیت پاله بهارتیا جاناتا ګوند مشر ناریندرا مودي د خپل تویټر د حساب له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې په ټاکنو کې لوی بری د هندوستان په برخه شو او په هیواد کې نوې پاڼه پرانیستل شوه .
همداشان د هندوستان واکمن د کانګرس ګوند ویاند خپله ماتې منلې ده.
د ویلو ده چې په هندوستان کې پارلماني ټاکنو پوره پنځه اوونۍ دوام پیدا کړ. ویل کیږي په هند کې څه باندې نیم میلیارد تنو رایې کارولي دي . پدې ټاکنو کې د ۶۶۸ ښځو په ګډون جمعآ ۸۲۵۱ تنو نوماندانو سیالي وکړه.
په هندوستان کې ټاکنې لومړی د اپریل په ۷ نیټه د هیواد په شمال کې د اسام او تریپور د ایالت نه پیل شوې او په نهو پړاونو کې د مې په ۱۲ نیټه پایته ورسیدې. د ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان شوی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه