د سویلي افریقا په ټاکنو کې د نیلسن مندیلا ګوند غوڅ بری ترلاسه کړ

64560
د سویلي افریقا په ټاکنو کې د نیلسن مندیلا ګوند غوڅ بری ترلاسه کړ

په سویلي افریقا کې په ترسره شوو ټاکنو کې د افریقا ملي واکمن ګوند یو ځل بیا د ۶۲ عشاریه ۴۳ رایو په ترلاسه کولو سره لوی بری ترلاسه کړ.
د سویلي افریقا د ټاکنو عالي شورا وویل چې د سهار د لسو بجو پورې ۹۵ عشاریه ۳ سلنه رایې شمیرل شوي دي .
پدې تاکنو کې د افریقا ملي واکمن ګوند په شمیرل شوو ۱۷ میلیونو رایو کې ۶۲ عشاریه ۴۳ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په لومړي کتار کې ، د دیموکراتیک اتفاق مخالف ګوند د ۲۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په دویم کتار کې او اقتصادي ازادۍ د جنګیالیو ګوند بیا چې د لومړي ځل لپاره په ټاکنو کې ګډون کړی دی د ۶ عشاریه ۱۳ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره دریم کتار کې ځای نیولی دی .
د یادولو وړ ده چې په سویلي افریقا کې د نیلسن ماندیلا د مړیني نه وروسته د لومړنۍ ټاکنې دي چې ترسره کیږي چې پدې ټاکنو کې هم د نیلسن ماندیلا ګوند غوڅ بری ترلاسه کړ.
د ویلو ده چې د ماندیلا ګوند د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې ۶۵ عشاریه نهه سلنه رایې ترلاسه کړې وې چې پدې ټاکنو کې هم جدي توپیر ندی رامنځته شوی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه