حماس : اسرائیل د سولې تړون د بشري پروتوکول د پلي کیدو مخه نیسي

حماس ویلي چې اسرائیل په غزه کې د اوربند د تړون د بشري پروتوکول پلي کولو څخه ډډه کوي او په قصدي ډول د سرپناه موادو، سونګ توکو او د ویجاړو شوو ودانیو  د کثافاتو لرې کولو لپاره اړین ماشین آلاتو ننوتو مخه نیسي.

2237148
حماس : اسرائیل د سولې تړون د بشري پروتوکول د پلي کیدو مخه نیسي

حماس ویلي چې اسرائیل په غزه کې د اوربند د تړون د بشري پروتوکول پلي کولو څخه ډډه کوي او په قصدي ډول د سرپناه موادو، سونګ توکو او د ویجاړو شوو ودانیو  د کثافاتو لرې کولو لپاره اړین ماشین آلاتو ننوتو مخه نیسي.

د حماس ویاند حازم قاسم په یوه بیان کې وویل "صهیونیسټ اشغالګر (اسرائیل) د اوربند د تړون د بشري پروتوکول پلي کولو څخه ډډه کوي. دا په قصدي ډول د خورا مهمو او بیړنیو اړتیاوو، په ځانګړې توګه د خیمو، کاروانونو، سونګ توکو او ساختماني تجهیزاتو د ننوتلو مخه نیسي چې د کثافاتو لرې کولو لپاره اړین دي."

قاسم وویل هغه څه چې تر ننه پورې پلي شوي دي  د هغه څه څخه ډیر کم  دي چې موافقه پرې شوې وه. د مرستې او بشري وضعیت په اړه ژمنې په څرګنده توګه نه عملي کیږي.

د حماس ویاند د منځګړو هېوادونو، په ځانګړې توګه قطر او مصر څخه وغوښتل چې د تړون د بشري پروتوکول په پلي کولو کې د نیمګړتیاوو د حل لپاره مداخله وکړي.

قاسم په غزه کې د اسرائیلو له خوا رامنځته شوې لویې ویجاړۍ ته پام اړولو سره، ټینګار وکړ چې مرستې د اوربند په تړون کې یوه مرکزي مسله وه.

په غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر لخوا پرون په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې اسرائیل د اوربند له موافقې سره سره غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو مخه نیسي او ځنډوي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نیټې څخه تر هغه وخته پورې چې د جنوري په ۱۹مه اوربند نافذ شو، د غزې په تړانګه د اسرائیلو په بریدونو کې له ۶۱۰۰۰ څخه زیاتو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې په کې له ۱۴۰۰۰ څخه ډیر هغه کسان شامل دي چې د کنډوالو لاندې ورک شوي وو.

د اسراییلي پوځ د ۴۷۱ ورځني برید په جریان کې، د غزې په تړانګه کې ۸۸ سلنه زیربناوې، په شمول د کورونو او تاسیساتو، ویجاړې شوې.



اړوند خبرونه