د اسرائیلو او حماس ترمنځه د سولې د موافقې له مخې خوشې شوي ځیني فلسطیني وګړي به تورکیې ته راوړل شي
د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند د تړون له مخې خوشې شوي خو له غزې څخه تبعید شوي ۱۵ تنه فلسطیني وګړي به د تورکیې لخوا ومنل شي.

د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند د تړون له مخې خوشې شوي خو له غزې څخه تبعید شوي ۱۵ تنه فلسطیني وګړي به د تورکیې لخوا ومنل شي.
د امنیتي سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې څخه د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۱۳مې پورې په غزه باندې د اسرائیلو په بریدونو کې شاوخوا ۵۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۰۰ زرو څخه ډیر کسان ټپیان شوي دي.
د هغو زرګونو فلسطینیانو سربیره چې د کلونو راهیسې د اسرائیلو لخوا په زندانونو کې ساتل کیږي، د غزې ۱۵۰۰۰ کسان په مختلفو دلایلو نیول شوي دي.
د اوربند په تړون له مخې اسرائیل د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې د ټاکلي شمیر فلسطیني بندیانو او محکومینو د خوشې کولو پریکړه وکړه.
ځینې هغه بندیان چې د اسرائیلو لخوا په عمري بند محکوم شوي وو، د اسرائیلو لخوا له فلسطین نه د ویستو په شرط ترڅو له خوشې کیدو وروسته هیڅکله بیرته راستانه نشي خوشې شوي دي.
د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د لارښوونو سره سم، د اوربند د موافقې د ملاتړ لپاره، تورکیه به د هغو فلسطینیانو کوربه توب هم وکړي چې له زندان څخه له خوشې کیدو وروسته له خپل هیواد څخه لرې ژوند کولو ته اړ شوي دي.
د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MIT) سمدلاسه د ولسمشر اردوغان د لارښوونې له مخې هڅه وکړه چې ۱۵ تنه فلسطینیان د مصر له لارې تورکیې ته راولي.
په دې شرایطو کې، د فلسطینانو لپاره په تورکیه کې د سوله ایز او خوندي ژوند د رامنځته کولو لپاره اړین ترتیبات ونیول شول. تورکیه د فلسطین پر وړاندې خپل بشري مسئولیت ادا کولو ته دوام ورکوي.