نتنیاهو د ټرمپ په بلنه واشنګټن ته سفر وکړ

د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په بلنه پلازمینې واشنګټن ته سفر کړی.

2236566
نتنیاهو د ټرمپ په بلنه واشنګټن ته سفر وکړ

د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په بلنه پلازمینې واشنګټن ته سفر کړی.

تمه کیږي چې نتانیاهو به نن دوشنبه د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ځانګړي استازي سټیو ویټکوف سره وګوري او د سې شنبې په ورځ به په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري.

د ټرمپ او نتنیاهو د لیدنې اصلي موضوع غزه، د اسیرانو تبادله او د ایران مسئله ده.

واشنګټن ته له تګ مخکې، نتنیاهو ادعا وکړه چې هغه د حماس او حزب الله پر وړاندې په خپلو بریدونو سره د منځني ختیځ څیره بدلوي، او دا پریکړې د نقشې بیا انځورول دي.

نتنیاهو وویل " زه باور لرم چې د ولسمشر ټرمپ سره په نږدې کار کولو سره، موږ کولی شو نقشه نوره هم ښه رسم کړو."



اړوند خبرونه