د سوریې د حلب ولایت اړوند د منبیج په سیمه کې چاودنې درنده مرګ ژوبله واړوله
د سوریې د حلب ولایت په منبج ولسوالۍ کې د موټر بم په یوه ترهګریز برید کې په لسګونو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
2236725

د سوریې د حلب ولایت په منبج ولسوالۍ کې د موټر بم په یوه ترهګریز برید کې په لسګونو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د حلب اړوند د منبج په سویلي دروازه کې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی بم وچاودید.
په ترهګریز برید کې ۱۴ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.
ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي. داسې ویره شته چې د مړو شمېر به لوړ شي.
که څه هم تر اوسه پورې چا د دې برید مسؤلیت نه دی منلی، خو سیمه ییز امنیتي ځواکونو ویلي دي چې دا برید کیدای شي د پ ک ک ترهګریز سازمان لخوا شوی وي.
د ویلو ده چې سوریې ملي ځواکونو د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۹ مه د ازادۍ شفق عملیاتو د یوې برخې په توګه منبج له ترهګرو څخه آزاد کړ.