قاتل اسرائیلي سرتیرو د فلسطینیانو په وړاندې په نسل وژنې اعتراف وکړ.
په غزه کې د ملکي وګړو په وړاندې د اسرائیلي سرتیرو لخوا د ترسره شوي قتل عام، لوټمارۍ او ویجاړۍ اعترافونو په نړیواله ټولنه باندې لوی اغیز کړی دی.
2230368

۲۰۰ اسرائیلي سرتیرو چې اعتراف یې کړی، حکومت ته یو لیک ولیکه او پکې یې وویل چې که له فلسطیني ډلو سره اوربند ونشي نو دوی به خپلې وسلې پر مځکه کیږدي.
عسکرو په غزه کې د ملکي وګړو پر وړاندې په جنګي جرمونو اعتراف وکړ او ویې ویل چې دوی د دې ظلم برخه وو.
نړیوال حقوقي سازمانونه په غزه کې د اسرائیلو عملیات د نسل وژنې او جنګي جرمونو په توګه بیانوي.
دا اعترافونه د ملکي وګړو په وړاندې د اسرائیلو د تاوتریخوالي د پالیسۍ اصلي څېره څرګندوي.