په غزه کې د اوربند په اړه ګامونو یوځل بیا هیلې راژوندۍ کړي دي.

په غزه کې د اوربند او بندیانو د تبادلې تړون "تقریبا چمتو دی او ممکن د جمعې په ورځ، د جنوري په ۱۷مه یا حتی مخکې لاسلیک شي."

2230103
په غزه کې د اوربند په اړه ګامونو یوځل بیا هیلې راژوندۍ کړي دي.

په غزه کې د اوربند په اړه ګامونو یوځل بیا هیلې راژوندۍ کړي دي.

په غزه کې د اوربند او بندیانو د تبادلې تړون "تقریبا چمتو دی او ممکن د جمعې په ورځ، د جنوري په ۱۷مه یا حتی مخکې لاسلیک شي."

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د خبرو اترو د پروسې د حساسیت له امله د خپل هویت نه په ډاګه کوونکو فلسطیني سرچینو، د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

فلسطیني سرچینو ویلي چې د اوربند او بندیانو د تبادلې تړون تقریبا چمتو دی.

دا هم یادونه وشوه چې که چیرې دا پروسه همداسې دوام ومومي لکه څنګه چې اوس ده، نو احتمال لري چې تړون د جمعې په ورځ، د جنوري په ۱۷مه یا حتی مخکې لاسلیک شي.

ویل شوي چې دا تړون به په دریو مرحلو کې پلي شي او لومړۍ مرحله به یې له ۴۰ څخه تر ۴۲ ورځو پورې دوام وکړي.

"په دې مرحله کې به  اسرائیل په نتزاریم او فلادلفي دهلیزونو کې پاتې شي. یوه اونۍ وروسته، د حماس څخه به د اسرائیلي بندیانو لیستونه ترلاسه شي، وروسته به اسرائیل شمالي غزې ته د بیرته راستنیدو اجازه ورکړي".

همداشان وروسته به  اسرئیلي ځواکونه د نتزاریم دهلیز له یوې برخې څخه ووځي ترڅو د د غزې خلکو ته د غزې شمالي برخو ته د بیرته راستنیدو اجازه ورکړي.

سرچینو دا هم ویلي ،هغه کسان چې په پښو راستنیږي، هغوې به نه تالاشي کیږي، خو هغه کسان چې په موټرو کې راستنیږي، د هغو وسایلو سره به تالاشي شي چې د یو نړیوال سازمان لخوا راوړل شوي دي ترڅو د وسلو قاچاق یا شمال ته د وسله والو اشخاصو د تیریدو مخه ونیسي.

سرچینو راپور ورکړ چې د بفر زون د عرض په اړه اختلاف شتون درلود، اسرائیل غواړي چې دا زون ۱۵۰۰ متره وي، مګر د ۱۰۰۰ مترو لپاره موافقه وشوه.

د حماس او اسرائیل ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې، چې د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب ترسره کیږي، په شدت سره دوام لري ترڅو د بندیانو تبادلې او د یرغمل شویو کسانو د بندولو په اړه وروستۍ موافقه وشي.


پيوندونه: #مذاکرات , #اوربند , #غزه

اړوند خبرونه