د اسرائیلو او حماس ترمنځه په غزه کې د اوربند په اړه موافقه وروستي پړاو ته رسیدلې
حماس اعلان وکړ چې په غزه کې د اوربند او د بندیانو د تبادلې په اړه موافقې ته چې د اوږدې مودې راهیسې انتظار کیده ډیر نږدې شوي دي او په وروستي پړاو کې قرار لري.

حماس اعلان وکړ چې په غزه کې د اوربند او د بندیانو د تبادلې په اړه موافقې ته چې د اوږدې مودې راهیسې انتظار کیده ډیر نږدې شوي دي او په وروستي پړاو کې قرار لري.
د حماس له خوا پدې اړه یو بیان خپور شو. په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې "د اوربند او د بندیانو د تبادلې تړون وروستي پړاو ته رسېدلی دی."
د بیان له مخې، فلسطیني مشرانو ټینګار وکړ چې د راتلونکي پړاو لپاره اړین ملي چمتووالی مهم دی. مشرانو هیله څرګنده کړه چې د خبرو اترو دا پړاو به د "روښانه او جامع موافقې" پایله ولري.
د حماس او اسرائیل ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې، چې د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب ترسره کیږي، په شدت سره دوام لري ترڅو د بندیانو تبادلې او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه وروستۍ موافقې ته ورسیږي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پریکړه کړې چې قطر ته د اسرائیلو لوړ پوړی مذاکراتي ټیم واستوي، چیرې چې په غزه کې د اوربند او بندیانو د تبادلې په اړه خبرې اترې کیږي، چې پکې د بهرنۍ استخباراتي ادارې موساد رئیس ډیویډ بارنیا او د کورني استخباراتي خدماتو رئیس رونن بار پکې شامل دي.
د اسرائیلو رسنیو راپورونو ادعا کړې چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د بندیانو د تبادلې د تړون په ۹۰ سلنه جزئیاتو موافقه شوې ده.
فلسطیني سرچینو، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، دا هم وویل چې د اوربند او بندیانو د تبادلې تړون تقریبا چمتو دی.