حماس : اسرائیل د یوې موافقې پرته په هیڅډول خپل بندیان ترلاسه کولی نشي

د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس ویلي دي چې اسرائیل یوازې د تبادلې د معاملې له لارې خپل بندیان بیرته ترلاسه کولی شي.

2228912
حماس : اسرائیل د یوې موافقې پرته په هیڅډول خپل بندیان ترلاسه کولی نشي

د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس ویلي دي چې اسرائیل یوازې د تبادلې د معاملې له لارې خپل بندیان بیرته ترلاسه کولی شي.

د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي اسامه الحمدان په الجزایر  کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، " د اسرائیلو سره د بندیانو د تبادلې د  تړون د  پلي کولو لپاره قواعد شتون لري، او د دې قداعدو له مخې، اسرائیل کولی شي خپل بندیان واخلي او موږ به خپل بندیان تسلیم شو. خو البته، د یوې موافقې پرته، موږ به ونه شو کولی چې بندیان ژوندي بیرته وراستانه کړو. د یوې موافقې پرته اسرائیل هیڅوخت خپل بندیان ترلاسه کولی نشي.

حمدان وویل چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د بریالیتوب د انځور په لټه کې د بندیانو له برخلیک سره لوبې کوي، نه غواړي چې هغوی خوشې شي او غواړي چې هغوی ووژني، حماس ددې پروا نه کوي چې اسرائیل څه غواړي او څه نه غواړي. د حماس لپاره مهمه دا ده چې بریدونه پای ته ورسیږي او اسرائیل له غزې څخه ووځي. هغه وویل چې د غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو د وتو مسئله د بندیانو د خلاصون تر ټولو مهم شرط دی.

حمدان خبرداری ورکړ چې د اسرائیلو د اشغال پلانونه د فلسطین څخه تیر شوي دي او اوس ټوله سیمه ګواښي. هغه وویل  "موږ تر پایه د اشغال په وړاندې خپله ونډه ترسره کوو او تمه لرو چې زموږ وروڼه هم خپله ونډه ترسره کړي. هر ډول غفلت به منفي اغیزې ولري". نه یوازې د فلسطین خلک بلکې په غفلت کوونکو خلکو هم اغیزه کوي."

د اسرائیلو لومړی بنیامین نتنیاهو د اسرائیلو او نړیوالو کړیو لخوا تورن شوی چې د سیاسي دلایلو له امله یې له حماس سره د بندیانو د تبادلې تړون ته موافقه نه ده کړې.



اړوند خبرونه