په مکې مکرمه کې د ډیرو زیاتو اورښتونو په پایله کې سیلابونه راوتلي دي
د سعودي عربستان په مکې ښار کې له زورور بارانونو وروسته راوتلو سېلابونو د مالي زیانونو د اړولو سربیره ګڼې سیمې تر اوبو لاندې کړې دي.
2228118
د سعودي عربستان په مکې ښار کې له زورور بارانونو وروسته راوتلو سېلابونو د مالي زیانونو د اړولو سربیره ګڼې سیمې تر اوبو لاندې کړې دي.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس اعلان کړی چې د مکې په ډېرو برخو کې زورور اورښتونه دوام لري.
په داسې حال کې چې د ښار ځینې کوڅې او لارې د سختو سیلابونو له امله له اوبو ډکې شوي، ګنشمیر موټرې او موټرسایکلې وړي دي.
په ښار کې ډېر دوکانونه او کارځایونه سیلابونو لاندې کړي، خو د ځاني زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
د سعودي عربستان د هوا پېژندنې ملي مرکز په مکې مکرمه ښار کې د زورور باران ، باد او ږلۍ خبرداری ورکړی و.