اسرائیلي پوځیانو په ۲۰۲۴ کال کې په فلسطین کې ۹۶۶ جوماتونو باندې بریدونه کړي

د  ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي پوځ له خوا په ترسره شویو بریدونو کې ۹۶۶ جوماتونه په جزوي یا بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

2227211
اسرائیلي پوځیانو په ۲۰۲۴ کال کې په فلسطین کې ۹۶۶ جوماتونو باندې بریدونه کړي

د  ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي پوځ له خوا په ترسره شویو بریدونو کې ۹۶۶ جوماتونه په جزوي یا بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د فلسطین د بنسټونو او دیني چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې اسرائیلي پوځ په ۲۰۲۴ کال کې په غزه کې ۸۱۵ جوماتونه په بشپړه توګه او ۱۵۱ جوماتونه په جزوي توګه ویجاړ کړي دي.

په بیان کې یادونه شوې چې د اسرائیلو پوځ په غزه کې ۱۹ هدیرې او ۳ کلیساګانې په بشپړه توګه ویجاړې کړې دي.

په بیان کې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د اشغال شوي ختیځ بیت المقدس په مسجد الاقصی باندې د بریدونو په اړه هم معلومات ورکړل شول.

ویل شوي، چې اسرائیلي پوځیانو او د فلسطیني ځمکو غصب کوونکو په ۲۰۲۴ کال کې پر الاقصی جومات ۲۵۶ بریدونه کړي او په دغو بریدونو کې د مذهبي مراسمو په ترڅ کې ۲۵۶۷ اسراییلیانو ګډون کړی و.

د يادونې وړ ده چې د اسرائيلو د ښي اړخه ملي امنيت وزير ايتامر بن ګوير په غزې د بريدونو له پيل راهيسې ۷ ځله پر مسجد الاقصی بريدونه کړي دي.

ویل شوي چې اسرائیلي ځواکونو د اشغال شوې لویدیځې غاړې د حبرون ښار په حرم ابراهیم جومات کې لږ تر لږه ۶۷۴ ځله د اذان کولو مخه نیولې او په ۲۰۲۴ کال کې یې ۱۰ ځله جومات تړلی دی.

په بیان کې ویل شوي چې اسرائیلي پوځیانو په ۲۰۲۴ کال کې د لویدیځې غاړې په بېلابېلو سیمو کې پر ۲۰ جوماتونو بریدونه کړي دي.



اړوند خبرونه