د سوریې په حلب ولایت کې یو بل ډله ییز قبر وموندل شو

د سوریې د حلب ولایت په نکرین کلي کې یو ډله ییز قبر موندل شوی چې ګومان کېږي د بشارالاسد د رژیم له خوا د وژل شویو ملکي وګړو پورې اړه لري.

2227275
د سوریې په حلب ولایت کې یو بل ډله ییز قبر وموندل شو

د سوریې د حلب ولایت په نکرین کلي کې یو ډله ییز قبر موندل شوی چې ګومان کېږي د بشارالاسد د رژیم له خوا د وژل شویو ملکي وګړو پورې اړه لري.

د دسمبر په اتمه د بعث رژیم له نسکوریدو وروسته، په ټوله سوریه کې د لټون او پلټنې په فعالیتونو په چوکاټ  کې د ډله ایزو قبرونو موندلو چارې دوام ورکوي.

د ملکي خوندیتوب ټیمونو او د حلب پولیسو د حلب په نکرین کلي کې یو نوی ډله ایز قبر کشف کړ.

په ډله ایز قبر کې د هغو جسدونو پاتې شوني موندل شوي  چې ګمان کیږي د پرزول شوي رژیم لخوا وژل شوي ملکي وګړي وي.

د سوريې خبري اژانس (سانا) د دسمبر په ۲۹ نېټه اعلان وکړ چې د حمص ولايت د هولا په سيمه کې يو ډله ييز قبر موندل شوی چې ګومان کېږي د بشارالاسد د حکومت له خوا د وژل شويو ملکيانو پورې اړوند وي.

فکر کېږي چې په سوریه کې ډېر داسې ډله ییز قبرونه شته چې تر اوسه نه دي موندل شوي.

موخه دا ده چې په ډله ایزو قبرونو کې موندل شوي جسدونه راوباسي، دوی وپیژني او د ورک شوي کسانو برخلیک څرګند کړي.



اړوند خبرونه