حماس د ګنشمیر اسرائیلي سرتیرو د وژلو نه خبر ورکړی دی

د  فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس د پوځي څانګې عزالدین القسام ځواکونو  د غزې په شمال کې په ترسره کړو چیرکي بریدونو کې ګنشمیر اسرائیلي پوځیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو نه خبر ورکړی دی.

2223212

د قسام لوا د خپل ټیلیګرام پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې  ویلي دي  چې د صهیونیسټي پوځیانو نهه کسیزه ډله چې د سیبالیا د مهاجرینو د کمپ په لویدیځ کې په یوه کور کې ځای پر ځای شوي وو، د TBG توغندي سره پرې برید شوی دی چې په نتیجه کې  ورته درنده مرګ ژوبله واوښته.

په بیان کې ویل شوي چې د جبالیه په منځ کې د المیمي په سیمه کې د اسرائیلو ۳ زغروال پوځي ټرانسپورټي موټرونه په چاودیدونکو توکو سره ویجاړ شوي او په بیت حنون کې هم ورته بریدونه شوي دي.

د قسام لیواګانو خبر ورکړی، چې پرون د جبالیه د مهاجرینو د کمپ په منځ کې د ابو العیش په کوڅه کې یو اسرائیلي افسر د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.

سربیره پردې، د دسمبر په ۲۱ مه نیټه  د شنبې په ورځ د سیبالیا د کډوالو په کمپ کې په جګړه کې ۵ اسرائیلي سرتیري ووژل شول.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ مې نېټې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د ۱۷ زره ۴۹۲ ماشومانو او ۱۱ زره ۹۷۹ ښځو په ګډون ۴۵ زره ۲۵۹ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۷ زره ۶۲۷ فلسطینیان ټپیان شوي دي.

په داسې حال کې چې ویل کیږي لا هم په زرګونو تنو فلسطینیانو مړي د ویجاړو شوو ودانیو لاندې شوي دي.

اړوند خبرونه