په سوریه کې د موقت انتقالي حکومت لومړي وزیر محمد البشیر پر سوري کډوالو هیواد ته د راستنیدو غږ وکړ.
په سوریه کې د اسد د رژیم له نسکوریدو وروسته د موقتې ادارې لومړي وزیر محمد البشیر وویل چې د دوی لومړی هدف د هیواد په ټولو ښارونو کې د امنیت او ثبات تامینول دي او دویمه موخه یې په بهر کې میشت د میلیونونو تنو سوري کډوالو هیواد ته بیرته راستنول دي.

البشیر له ایټالوي ورځپاڼې کوریرې دیلا سیرا Corriere della Sera سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې "موږ به یوازې د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې (په واک کې) پاتې شو" او زیاته یې کړه: "پور خورا لوی دی، ستونزې خورا زیاتې دي، مګر موږ د ادلب بریالۍ تجربه لرو. د هیواد اداره د یو ښار اداره نده ، مګر موږ دا کولی شو."
بشير دې ته په اشارې سره چې په وروستيو کلونو کې زيات شمېر سوريايي وګړي ځورول شوي دي، يادونه وکړه چې د ډله ييزو وژنو مسوولين لا له وړاندې د نړيوالو او نادولتي موسسو له خوا مستند شوي او په سوريه کې د شته قوانينو له مخې به محاکمه شي.
بشیر د خپلو اهدافو په اړه وویل "زموږ لومړی هدف د سوریې په ټولو ښارونو کې د امنیت او ثبات تامینول دي. خلک له بې عدالتۍ او ظلم څخه ستړي شوي دي. د دولت واک باید خلکو ته اجازه ورکړي چې خپل کار او عادي ژوند ته راستانه شي. زموږ دویمه موخه د میلیونونو سوریایي کډوالو راستنولو ډاډمن کول دي. د دوی تجربې او بشري پانګه به هیواد ته وده ورکړي. دا زما بلنه په بهر کې ټولو سوریانو ته ده. سوریه اوس یو آزاد هیواد دی چې په ډیر افتخار سره دا ویاړ ترلاسه کړی دی ."موږ باید خپل وطن بیا جوړ کړو، مونږ د هر چا مرستې ته اړتیا لرو.
بشير وويل، د دوی درېيمه موخه د لومړنيو خدمتونو لکه برېښنا، اوبو او ډوډۍ برابرول دي.