په سوریه کې د بعث ۶۱ کلن رژیم رسماً پایته ورسید.

د بعث د ګوند ۶۱ کلنه واکمني چې  په ۱۹۶۳ میلادي کال کي د یوې پوځي‌ کودتا له لاري واک ته رسیدلی وو، د مخالفینو له خوا د پلازمینې دمشق نیولو سره پای ته ورسید.

2218172
په سوریه کې د بعث ۶۱ کلن رژیم رسماً پایته ورسید.

په سوریه کې د بعث ۶۱ کلن رژیم رسماً پایته ورسید.

د بعث د ګوند ۶۱ کلنه واکمني چې  په ۱۹۶۳ میلادي کال کي د یوې پوځي‌ کودتا له لاري واک ته رسیدلی وو، د مخالفینو له خوا د پلازمینې دمشق نیولو سره پای ته ورسید.

بعث ګوند د ۱۹۶۳ کال په مارچ میاشت کي کودتا له لاري واک ته ورسید. ۱۹۷۰ کال کي حافظ الاسد، د سوریی اوسني واکمن بشار الاسد پلار، د ګوند دننه کودتا له لاري واک ته ورسید او ۱۹۷۱ کال کي ولسمشر وټاکل شو. بشار الاسد د  خپل پلار خافظ اسد له مړینې وروسته، واک ته ورسید او د بعث ګوند واکمنۍ  دوام ورکړ.

د ویلو ده چې بشار اسد واکمني‌ هم د مخالفینو لخوا د حلب نه پيل او د یو زیات شمیر ښارونو وروسته پلازمینې دمشق ته د ننوتو سره پایته ورسیده. د اسد رژیم لومړي‌ وزیر د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ یو پيغام کې وویل چې د اسد رژیم پایته رسیدلی دی او پر مخالفینو يي غږ وکړ چې د هیواد عامه شتمنیو ته د زیان رسیدو پرته واک په لاس کې واخلي.

د ویلو ده چې دا معلومه نده چې بشار اسد چیرته تښتیدلی دی. تیره ورځ ځینو رسنیو اعلان وکړ چې بشار اسد د ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه ایران ته تللی دی خو وروسته د اسد رژیم دا ادعا رد کړه.

د بله پلوه  سوریی مخالفینو د سوریې د دولتي‌ تلویزیون لخوا  اعلان وکړ چي دوی دمشق ازاد  کړی او بشار الاسد ۲۴ کلنه واکمني یی راپرزولي، او ویلي یی دي چي ټول زندانیان خوشي کړی شوي دي. مخالفینو ویلي دي چي دوی "مستبد" بشار الاسد راپرزولی دی. د ویلو ده چې تیره شپه مخالفینو د دمشق پر لمنو برید وکړ او د رژیم ځواکونه له مهمو پوځي‌ او ملکي‌ ادارو لکه دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او دمشق  هوایی ډگر نه په شا شول.

همداشان د اسد رژیم لومړی وزیر په رسمي‌ توګه مخالفینو ډلو ته واک وسپاره.

د ویلو ده چې په سوریې باندې پسرلی په ژمي کې راغی.

 



اړوند خبرونه