اسرائیلي پوځ د اوربند سره سره د لبنان په جنوبي برخو هوايي برید کړی دی
اسرائیلي پوځ، چهارشنبې په ورځ تر سره شوي اور بند وروسته، لومړی ځل لپاره د لبنان پر جنوب هوایي برید وکړ.
اسرائیلي پوځ، چهارشنبې په ورځ تر سره شوي اور بند وروسته، لومړی ځل لپاره د لبنان پر جنوب هوایي برید وکړ.
د اسرائیلو د پوځ ویاند اویچای ادرعی، د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چی د اسرائیلو جنګي الوتکو د لبنان په جنوب برید وکړ.
هغه وویل چی پدې برید کې دوی د حزب الله اړوند منځنی واټن راکټونو یوه زیرمه په نښه کړې ده.
اسرائیلي پوځ ادعا کوي چی سیمه کی "د حزب الله فعالیت" تثبیت کړی دی او اسرائیلي ځواکونه "د اور بند د اخلال د مخنیوی لپاره" د لبنان جنوب کې ځای په ځای شوي دي.
پوځ ویاند همدارنګه اعلان وکړ چی پرون د سهار ۵ بجو نه تر نن سهار ۷ بجو پوری د لبنان جنوب ته تګ راتګ باندې بندیز لګول شوی وو.
بیان کی ویل شوي چی د لیتاني سیند جنوب کی استوګن وګړي باید خپلو کورونو بهر نشي.
پوځ ویاند ادرعی پرون سهار ۶ بجو اعلان کړی و چی د لبنان جنوب ۱۰ کلیو او بانډو ته نژدی کیدل منع دي.