لبنان پوځ : په سویلي لیتاني سیمه کې د ځواکونو ځای په ځای کول پيل کړي دي
لبنان پوځ اعلان وکړ چی د اسرائیلو سره پرون ترسره شوي اوربند د موافقې له مخې، د سویلي لیتاني سیمه کی پوځیانو په ځای په ځای کولو پيل کړی دی .
لبنان پوځ اعلان وکړ چی د اسرائیلو سره پرون ترسره شوي اوربند د موافقې له مخې، د سویلي لیتاني سیمه کی پوځیانو په ځای په ځای کولو پيل کړی دی .
لبنان پوځ وویل چی هغوی خپل ځواکونه د ملګرو ملتونو د لبنان موقت سوله ساتي ځواک (یونیفیل) سره همغږي، سویلي لیتاني سیمه کې ځای په ځای کوي.
د لبنان پوځ ویلي دي چې د سویلي لیتاني په سیمه کې د لبنان پوځي ځواکونو د مستقرولو پریکړه "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۷۰۱ شمیره پریکړه لیک او اړوندو ژمنو پر بنسټ" ده.
د امریکا ولسمشر جو بایدن پرون اعلان وکړ چی لبنان او اسرائیلو ترمنځ اوربند موافقه ترسره شوی ده.
بایدن وویل چی له اسرائیلو او لبنان لومړي وزیر سره یی خبری کړی دي، او دواړو خواوو "د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ د ویجاړونکې شخړی د پای ته رسولو وړاندیز منلی دی."
د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د اوربند موافقی درییمه ماده کی راغلی چی دواړه خواوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۷۰۱ شمیره پریکړه لیک "د بشپړ پلي کولو لپاره ګامونه پورته کوي"، او پنځمه ماده کی راغلی چی "لبنان رسمي پوځي او امنیتي ځواکونه، زیربنا او وسلی، سویلي لیتاني سیمه کې مستقر کیږي."