عباس پر ملګروملتونو غږ وکړ چې د غزې په اړه خپل مسئولیت پر ځای کړي
د فلسطین ولسمشر محمود عباس په ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د امنیت شورا د ۲۷۳۵ شمیره پریکړه لیک چی د غزی پر سیمه د اوربند غوښتنه کوي، پلي کولو مسؤولیت پر ځای کړي.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس په ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د امنیت شورا د ۲۷۳۵ شمیره پریکړه لیک چی د غزی پر سیمه د اوربند غوښتنه کوي، پلي کولو مسؤولیت پر ځای کړي.
د فلسطین رسمي خبري اژانس د خبر له مخې عباس د ملګرو ملتونو د منځني ختیځ د سولی پروسی ځانګړی همغږی کوونکی تور وینسلند سره رام الله کې د خپل کار په دفتر کې لیدنه وکړه.
محمود عباس پدې لیدنه کې وینسلند ته د فلسطین پر سیمو د موجود وضعیت او وروستیو پرمختګونو او د فلسطین د حکومت لخوا د غزې ترانګې، لویدیځې ترانګې او ختیځ بیت المقدس باندې د روانو بریدونو د درولو په خاطر د ترسره کړو هلو ځلو او اقداماتو په اړه معلومات ورکړل.
عباس ټینګار وکړ چی ملګري ملتونه باید په غزه کې د جګړې د مخنیوي په برخه کې د امنیت شورا د ۲۷۳۵ شمیره پریکړه لیک د عملي کولو چې په غزه کې هر څه ژر د جګړو د مخنیوي غوښتنه کوي د پلي کولو او پدې برخه کې د خپل مسئولیت د ادا کولو غوښتنه وکړه. د ویلو ده چې د ملګروملتونو ۲۷۳۵ شمیره پریکړه لیک کې لاندې مادو ته ځای ورکړی دی
- په غزه کې سمدلاسه اوربند رامنځته کول
- غزې ته د بشري مرستو ننوتو ته اجازه ورکول او پرته د خنډه مرستې رسول
- اسرائیل په بشپړ ډول له غزی وتل
- فلسطین دولت د غزی، لویدیځې ترانګې او ختیځ بیت المقدس پر سیمو حاکمیت درلود
عباس همداراز ټینګار وکړ چی باید د اسرائیلو هغه پریکړی چی د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د مرستی او بیارغونی اژانس (انروا) کار درولی، ممانعت وشي. هغه وویل چی د اسرائیلو دا پریکړه سیاسي، حقوقي او انساني اغیزی لري.
ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جون په لسمه نیټه "دایمي اوربند، له غزید اسرائیلو پوځ بشپړ وتل ، د بندیانو تبادله، د غزی بیا رغونه، خپلو کورونو ته د بیځایه شوو خلکو بیرته راستنیدل او د غزی سیمی د دموگرافیکی بدلون مخنیوی" په اړه ۲۷۳۵ شمیره پریکړه لیک تصویب کړ.