د اسرائیلو او لبنان تر منځ اوربند پيل شو.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن اعلان وکړ چې د لبنان او اسرائیلو حکومتونو تر منځ اوربند تړون لاسلیک او نن په ۴ بجو نافذ شو.
د اسرائیلو او لبنان تر منځ اوربند پيل شو.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن اعلان وکړ چې د لبنان او اسرائیلو حکومتونو تر منځ اوربند تړون لاسلیک او نن په ۴ بجو نافذ شو.
بایدن وویل چې اوربند په سیمه ییز وخت له ۴:۰۰ بجو څخه پیل شوی دی او ددې تړون له مخې د لبنان وسله والو ځواکونه به د ۶۰ ورځو په دننه کې د هیواد جنوبي پوله کنترول په لاس کې واخلي.
هغه وویل چې دغه تړون د حزب الله وسله والو ته اجازه ورکوي چې له سیمی ووځي او شمال خواته لیتاني سیند ته په شا شي. پدی ۶۰ ورځو کی به اسرائیلي پوځیان پرله پسی له سیمی وتل پیل کړي.
بایدن وویل چی پدی موده کی به هیڅ امریکایي پوځي د لبنان پر خاوره دنده وانخلي.
د امریکا او فرانسی په مشرۍ نړیوال ائتلاف به د اوربند تړون پلی کولو کی مرسته وکړي. بایدن وویل چی هغه لبنانیان چی د اسرائیلو برید له امله کډه شوی دی، او هم هغه یهودي میشت چی د اسرائیلو شمال ته کډه شوي دي بیرته به خپلو کورونو ته ستانه شي.
د اوربند د اعلان نه وروسته په خپرو شوو راپورونو کې ویل شوي دي چی ۵ تر ۱۰ زرو پوری لبنان پوځیان به د اسرائیلو-لبنان پولی او لیتاني سیند تر منځ سیمه کی مستقر شي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پریکه لیک سره سم، لبنان حکومت به د لبنان پر خاوره د وسلو پلورلو او تولیداتو کنترول کوي.
راپورونه وایی چی امریکا اسرائیلو ته تعهد ورکړی که حزب الله تړون مات کړي ، اسرائیل په لبنان کې پر حزب الله د برید کولو حق لري.
بایدن د لبنان د لومړي وزیر میقاتي سره تیلیفوني خبرې وکړې. میقاتي وویل چی امریکا او فرانسی مرسته د اوربند لپاره مهمه وه. هغه وغوښتل چی اسرائیل باید بشپیر اوربند ته غاړه کیږدي، له لبنان نه خپل ځواکونه وباسي، او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکه لیک ته غاری کیږي.
لبنان ملکي دفاع ریاست خلکو ته خبرداری ورکړی دی چی تر هغه چی رسمی مقاماتو اوربند تایید کړی نوي، د هیواد جنوب ته دې نه ستنیږي.
د لبنان د ملکي خوندیتوب ریاست له خلکو غوښتي چې د خوندي ستنیدو لپاره دې ددوې لارښوونو انتظار وکړي.
لبنان رسمي خبری اژانس ویلي دي چی اسرائیلي پوځ د بیروت پر جنوب هوایی برید کړی. محلی رسنیو وویل چی اسرائیل پوځ تر هغه چی اوربند نافذ شو، لبنان جنوب او ختیځ باندې هوايي بریدونو ته دوام ورکړ. اوربند په سیمه ییز وخت د سهار په ۴ بجو نافذ شو چې د اوربند د نافذیدو نه وروسته بریدونه هم ودریدل.