اسلامي همکاریو سازمان او عرب لیګ د غزې لپاره فوق العاده غونډه وکړه
د اسلامي همکاریو سازمان او د عرب لیګ فوق العاده ګډې سرمشریزې په پریکړه لیک کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه په غزه کې د اوربند د ټینګېدو لپاره د يوي غوڅې او قاطع پرېکړې غوښتنه وکړه.
د اسلامي همکاریو سازمان او د عرب لیګ فوق العاده ګډې سرمشریزې په پریکړه لیک کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه په غزه کې د اوربند د ټینګېدو لپاره د يوي غوڅې او قاطع پرېکړې غوښتنه وکړه.
د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د اسلامي همکاریو سازمان او د عرب لیګ فوق العاده ګډې سرمشریزې نه وروسته چې د عربي او اسلامي هیوادونو مشرانو په کې ګډون کړی وو، یوه ګډه اعلامیه خپره شوه.
په اعلامیه کې د اسرائیلو له خوا د نړیوالو قوانینو سرغړونو ته اشاره شوې، ویل شوي چې ملګري ملتونه په څرګندو اقداماتو کې پاتې راغلي او نړیواله ټولنه ناکامه شوې ده.
په اعلامیه کې د امنیت شورا څخه غوښتنه شوې چې په غزه کې د اوربند ټینګولو او د بشري مرستو د ننوتلو لپاره یوه غوڅه او قاطع پرېکړه وکړي. همدارنګه پکې ویل شوي چې د اسرائیلو د ملګرو ملتونو عمومي غونډې کې د ګډون ځنډولو لپاره به نړیوال ملاتړ راټول شي، او په دې چوکاټ کې به عمومي غونډې ته د پرېکړې یو مسوده وړاندې شي.
په ګډه اعلامیه کې د اسرائیلو له خوا د ترسره شوو جرمونو لپاره د يوې خپلواکې نړیوالې څېړنې غوښتنه وشوه.
په اعلامیه کې ټولو هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې "اسرائیلو ته د وسلو او مهماتو صادرات یا لېږد بند کړي" او د اسرائیلو د سرغړونو د مخنیوي لپاره دې نړیوال بندیزونه ولګول شي.
په اعلامیه کې د نړیوال عدالت د محکمې پرېکړې هم یادې شوې او غوښتنه وشوه چې دغه پرېکړې دې ژر تر ژره پلي شي.