حوثیانو د اسرائیلو په زړه کې د اسرائیلو په یوې پوځي هډې د بالستیک توغندي سره د برید نه خبر ورکړی
په یمن کې د ایران ملاتړي حوثیانو اعلان کړی چې د اسرائیلو په منځنۍ برخه کې یې د ناهل سوریک پوځي هډه په بالستیک توغندي په نښه کړې ده.
په یمن کې د ایران ملاتړي حوثیانو اعلان کړی چې د اسرائیلو په منځنۍ برخه کې یې د ناهل سوریک پوځي هډه په بالستیک توغندي په نښه کړې ده.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سري په ټولنیزو رسنیو کې په خپل ویډیويي پیغام کې په دې اړه معلومات ورکړل.
سري وویل چې د یافا ښار په سویل ختیځ کې د ناهل سوریک پوځي هډه یې د "فلسطین-۲" ډوله هایپرسونیک بالستیک توغندي په واسطه په نښه کړې ده.
سري وویل چې په یافا کې د هدف شوې سیمې په نږدې کې اور لګیدلی، او دا برید د فلسطین او لبنان د خلکو د ملاتړ لپاره ترسره شوی دی.
سري څرګنده کړه چې د حوثیانو بریدونه به پر اسرائیلو تر هغې روان وي څو کومه چې پر غزې لګول شوې محاصره پای رسیدلې نوي او په غزه او لبنان کې بریدونه ودرول شوي نوي.
د اسرائیلو دولتي تلویزیون کان د راپور له مخې، د اسرائیلو پوځ د یمن څخه توغندیز برید مخه نیولې، خو د مخنیوي کوونکي توغندي ټوټې د اشغال شوي بیت المقدس په لویدیځ کې د بیت شمس په سیمه کې لویدلي چې له امله یې اور لګیدلی دی.
اړوند خبرونه
اسرائیلو پر سوریې تر ۲۵۰ ډیر بریدونه کړي
د اسرائیلو پوځ د ۶۱ کلن بعث رژیم له نسکورېدو وروسته په سوریه کې لږ تر لږه په ۲۵۰ هدفونو بریدونه کړي.