د سوریې په اړه د آستانې د سولې مذاکرات پيل شول

د تورکیې، روسیې او ایران په ضمانت سره د سوریې په اړه ۲۲مه آستانه د سولې مذاکرات  د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې پیل شول.

2208779
د سوریې په اړه د آستانې د سولې مذاکرات پيل شول

د تورکیې، روسیې او ایران په ضمانت سره د سوریې په اړه ۲۲مه آستانه د سولې مذاکرات  د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې پیل شول.

دا مذاکرات  به دوه ورځې دوام وکړي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې له مخې، د مذاکراتو په لومړۍ ورځ به د پلاوو ترمنځ دوه اړخیزې او درې اړخیزې مشورتي غونډې وشي. په دویمه ورځ به ګډه ناسته ترسره شي او ګډ خبري کنفرانس به جوړ شي.

د سوریې بحران ته د حل موندلو په موخه د جوړي شوی ۲۲می آستانه په مذاکراتو کې به د سوریې شاوخوا سیمه ییز وضعیت، په هېواد کې د هر اړخیز حل لپاره هڅې، په سوریه کې بشري او اوسنی وضعیت، د اړخونو تر منځ د باور رامنځته کولو تدابیر، د سوریې بیا رغونه او د سوري کډوالو خپل وطن ته د بېرته ستنېدو شرایط تر بحث لاندې ونیول شي.

د وروستي ځل له پاره د استانې تضمین کوونکو د روان کال د جنورۍ په ۲۵-۲۴مه نېټه د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې سره راټول شوي وو.



اړوند خبرونه