د حزب الله ویاند: په ټولو جبهاتو کې د اوږدې جګړې لپاره کافي وسلې، تجهیزات او مواد لرو.

د حزب الله ویاند محمد عفيفي وویل چې دوی په ټولو جبهاتو کې د اوږدې جګړې لپاره کافي وسلې، تجهیزات او مواد لري.

2209007
د حزب الله ویاند:  په ټولو جبهاتو کې د اوږدې جګړې لپاره کافي وسلې، تجهیزات او مواد لرو.

د حزب الله ویاند محمد عفيفي وویل چې دوی په ټولو جبهاتو کې د اوږدې جګړې لپاره کافي وسلې، تجهیزات او مواد لري.

د حزب الله ویاند عفيفي د لبنان په پلازمېنه بیروت کې، چې د حزب الله د کلا په توګه پیژندل شوې د ضاحیه په سیمه کې د سید الشهدا په محل کې د "شهیدانو ورځې" په مناسبت یوه خبري غونډه ترسره کړه.

عفيفي په دې خبرې سره چې اسرائيلي پوځ له خپلو ټولو وسايلو سره سره د لبنان په جنوب کې د هيڅ يو ښارګوټي بشپړ کنټرول په لاس کې نه لري په اسرائيلو غږ وکړ ،  تاسو به هيڅکله خپله جګړه په هوايي برتري او د ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو په وژلو سره ونه ګټي. د مځکني پرمختګ او اغیزمن کنټرول ترلاسه کولو پرته بریالیتوب ناممکن دی او تاسو به هیڅکله بریالي نه شئ. تاسو به خپل سیاسي اهداف ترلاسه نه کړئ او د شمال خلک به هیڅکله بیرته راستانه نشي.

عفيفي د اسرائیل له خوا د حزب الله د توغندیو د ذخیرې یوازې ۲۰ فيصده پاتې ده  په اړه ادعاو ته د میدان په ډبولو ځواب ورکړ او زیاته یې کړه چې دوی د تل ابیب، حیفا او جولان ځینې سیمې د توغندیو په واسطه د برید لاندې نیولي دي.

عفيفي وویل: په ځانګړې توګه په لومړۍ کرښه کې چمتووالی لرو، موږ د اوږدې جګړې لپاره په هره کچه کافي وسلې، تجهیزات او مواد لرو. هغه زیاته کړه چې حزب الله د لبنان له پوځ سره هم ښې اړیکې لري او د ټولو هڅو سره سره به دا اړيکې خرابې نشي.



اړوند خبرونه